افغانستان 03 اسد 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو دفاع وزیر: دښمنان غواړي په افغانستان کې بې باوري او نفاق رامنځته کړي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد ویلي، چې دښمنان هڅه کوي د دې ډلې تر منځ بې باوري رامنځته کړي. نوموړي د سه شنبې په ورځ د کابل د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ریاست د محصلینو د فراغت په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل: له طالبانو څخه باید بې باوري، بې اتفاقي او متقابلې تباهي لیرې شي. ملا یعقوب او سراج الدین حقاني د طالبانو له جګپوړو شخصیتونو څخه دي، چې ویل کیږي د دې ډلې د تګلارو په اړه اختلاف لري. د طالبانو یووالی او اطاعت د دغې ډلې د مشر د وینا له مهمو موضوعاتو څخه دی. د جوزا د میاشتې په پای کې ملا هبت الله د اختر په مناسبت په یوه غږیز پیغام کې د طالبانو تر منځ د اختلافاتو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې دی چمتو دی چې له مشرتابه څخه ګوښه شي، خو طالبان باید خپل اختلافات پای ته ورسوي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *