د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د راجستر شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده د یوه بل کال لپاره وغځول شي.
د معمار پرس د راپور له مخې، د پاکستان حکومت د راجستر شویو افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې وغځوله. د پاکستان د حکومت په اعلامیه کې ویل شوي چې د کابینې د پرېکړې په پام کې نیولو سره به دغه هېواد په پاکستان کې د راجستر شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې وغځوي. د راپورونو له مخې په پاکستان کې یو میلیون او ۳۰۰ زره افغان کډوال ثبت شوي دي.