طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د مس عینک کان د استخراج عملي کار به د روانې اونۍ تر پایه پیل شي.
د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې له ۱۵ کلن ځنډ وروسته به د مس عینک کان د استخراج عملي کار به د روانې اونۍ تر پایه پیل شي. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي چی قرارداد شوی شرکت مکلف شوی چې د عینک د مسو کان د سل په سلو کې د مسو د پروسس تر څنګ د ۲۰۰۸ کال له مخې له کوم عملي خنډ پرته پیل کړي. د عینک د مسو کان د کابل سویل ختیځ ته په ۴۰ کیلومترۍ کې په لوګر ولایت کې موقعیت لري او په نړۍ کې د مسو دوهم کان ګڼل کیږي.