د طالبانو د مالیې وزارت اعلان کړی، چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه یې پر یوولسو وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د دې اعلان له مخې به د پاستا ګمرکي تعرفه له 20 سلنې څخه 25٪، چپس له 30 څخه 50٪، د ترمیم رنګ له 6.5٪ او 10٪ څخه 16٪، preform (نیم پروسس شوي بوتلونه) له 2.5٪ څخه 6.5٪ ته او د کاغذی دسمال رولونه له 5 څخه تر 10 سلنې پورې لوړ شوي دي. په دغه نوملړ کې یوازې د خامو مصالحو ګمرکي تعرفه له ۵،۵ سلنې څخه ۲،۵ سلنې ته راټیټه شوې ده. تر اوسه معلومه نه ده چې د تعرفې دغه زیاتوالی به په بازار کې د توکو پر بیو څه اغیز وکړي.