د قزاقستان، ترکمنستان او د طالبانو د حکومت چارواکو د نوې پټلۍ پر جوړولو خبرې کړې دي.
د معمار پرس د خبر له مخې، د قزاقستان د رسنیو په حواله، د دغه هېواد چارواکو، ترکمنستان او طالبانو د اکتائو په ښار کې په یوه غونډه کې د اورګاډي د نوې پټلۍ پر جوړولو خبرې وکړې. د قزاقستان د زاکون خبري اژانس د راپور له مخې، دا پټلۍ د افغانستان له لارې ترکمنستان له پاکستان او هند سره نښلوي. د سرچينې په وينا، د طالبانو، قزاقستان او ترکمنستان د چارواکو په غونډه کې د تورغونډۍ-هرات-کندهار-سپين بولدک د نوې پټلۍ د جوړېدو پر امکاناتو خبرې وشوې.