اقتصادي 30 سرطان 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د افغانستان د کانونو وزیر د ازبکستان له پلاوي سره د افغانستان د کانونو د پروسس او صادراتو په اړه خبرې وکړې

د کانونو او پټرولیم وزیر او ازبکستاني پلاوي د کانونو د صادراتو او پروسس په اړه خبرې کړې دي.

د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدری د افغانستان د کانونو او جیولوجی وزارت د معین قدیرایوف په مشرۍ د ازبکستان له پلاوی سره وکتل او د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د هېواد د کانونو د صادراتو او پروسس په اړه یې خبرې وکړې.

د افغانستان د کانونو وزارت د خبرپاڼې له مخې ښاغلي بدري په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو مطالعاتو او د کانونو د څېړنې په برخه کې د لاسلیک شویو هوکړه لیکونو پر عملي کېدو ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه، ازبک پانګوال کولی شي په افغانستان کې د هایدروکاربن او جامدو کانونو د استخراج او پروسس په برخه کې پانګونه وکړي.

تر دې مخکې ازبکستاني پانګوالو د افغانستان د کانونو په سکتور کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی و.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *