اقتصادي 30 سرطان 1403 - 3 میاشتی پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده

د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه د پام وړ لوړه شوې ده.

د معمار پرس د خبر له مخې: د دې خونې مسوولینو له ترکي پلاوي سره د کتنې پر مهال د افغانستان پر صادراتي توکو د ترجیحي تعرفې د کمولو غوښتنه وکړه او همداراز یې د سوداګریزو اړیکو د کنفرانس او ​​دوه اړخیزو غونډو د جوړولو وړاندیز وکړ. په ورته وخت کې په کابل کې د ترکیې سفیر مرستیال عمر نعمان دوغروقل هم افغانستان د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د نښلولو نقطه بولي او ووایی چی د سیمې او نړۍ د نښلولو لپاره باید د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ یو ګډ ارتباطي پل جوړ شي. د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د افغانستان د خصوصي سکټور او د ترکيې د سوداګرۍ د اخلاقي ټولنې ترمنځ د سوداګريزو اړيکو لومړۍ غونډه په کابل کې جوړه شوې وه.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *