د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري له طلوع نیوز سره په خبرو کې وویل: د افغانستان د سرپرست حکومت مخالفان د خلکو د خوښې ځای نه لري او همدا لامل دی چې د طالبانو پر وړاندې یې څه نه دي ترلاسه کړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ ښاغلي نظري څرګنده کړه: په دې کلونو کې د طالبانو هیڅ سیاسي او نظامي مخالف نه دی توانیدلی چې حتی د پولیسو یوه پوسته هم ونیسي. د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال څرګنده کړه: د خلکو ملاتړ د امارت په بریا کې رول درلود او اوس خلک د نظام ملاتړي دي. خلک نه غواړي چې افغانستان یو ځل بیا د بې ثباتۍ او جګړې په لور وخوځول شي.