افغانستان 28 سرطان 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو له خوا د بې اسنادو موټرونو د ثبت بهیر غځول

د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د طالبانو د سرپرست حکومت د مالیې وزارت اعلان کړه چی د 1403 تر پایه پورې د غیر مستند موټرو (یو کیلي) د ثبت پروسه وغځوله. دغه وزارت اعلان کړی، چې دا پرېکړه د کابینې د پرېکړې او د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده په حکم شوې ده. د مالیې وزارت د اعلامیې له مخې، د کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار، کندز، خوست او پکتیا ولایتونو په ګمرکونو کې بې اسنادو موټرو ته قانوني اسناد وېشل کېږي. د مالیې وزارت د بې اسنادو موټرونو له خاوندانو وغوښتل چې د خپلو موټرو د ثبت بهیر پیل کړي او ټینګار یې وکړ چې د دغو کسانو لپاره یو ښه تخفیف په پام کې نیول شوی دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *