د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال وايي، د دې ډلې حکومت په ټول افغانستان کې حاکم دی او یو کلی هم د «دښمن» په لاس کې نه دی.
د معمار پرس د راپور له مخې، د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال د یوې وروستۍ غونډې په ترڅ کې وویل: نن الحمدلله د افغانستان په ۳۴ ولایتونو او ۴۲۱ ولسوالیو کې بشپړ حاکمیت دی. یو کلی هم د دښمن په لاس کې نه دی. دا مبالغه نه ده، دا حقیقت دی. دغه طالب چارواکي دا هم ویلي چې په هېواد کې یې جهاد ګټلی او په افغانستان کې هیڅ ډول تبعیض ته ځای نشته. نړيواله ټولنه په دوامدار ډول د ټول شموله حکومت جوړول، بشري حقونو ته درناوى او له تروريزم سره جدي مبارزه په افغانستان کې د واکمنې ادارې د رسمیت پيژندلو لپاره د اساسي شرطونو په توګه يادوي.