افغانستان 27 سرطان 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د افغانستان د لوړو زده کړو له وزارت سره په بېلابېلو برخو کې د ازبکستان همکاري

په کابل کې د ازبکستان سفیر ژمنه وکړه چې هېواد یې د طالبانو له لوړو زده کړو وزارت سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي.

د معمار پرس د خبر له مخې: د ازبکستان سفیر خواجه یادګار شادمانوف د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست ندا محمد ندیم سره وکتل او د لوړو زده کړو په برخه کې د همکاریو په ګډون یې پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې.

ښاغلي ندیم په دې کتنه کې وویل چې ازبکستان د افغانستان د لوړو زده کړو په برخه کې صادقانه همکاري کوي.

که څه ازبکستان د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو له هغه راهیسې چې دغې ډلې په افغانستان کې واک تر لاسه کړی، له کابل سره یې نسبتا تودې اړیکې لري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *