د طالبانو د سیاسي دفتر مشر د دې ډلې پر چارواکو د امنیت شورا له خوا د بندیزونو د لګولو په اړه غبرګون وښود.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وروسته له هغې د دغو بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه وکړه چې د امنیت شورا له خوا د دغې ډلې پر چارواکو بندیزونه ولګول شول. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ویلي، چې دغه بندیزونه اغېزمن نه دي او باید ژر تر ژره لیرې شي. شاهین وویل: “ټول هغه محدودیتونه چې د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ د تعامل په لاره کې خنډ دي باید لیرې شي ترڅو د مثبت تعامل لپاره لاره هواره شي.”