د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، په هېواد کې ۲۷ هوايي ډګرونه فعال دي او تخنیکي چارې یې د داخلي انجینرانو له خوا کنټرولېږي.
د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکي وايي، په ټول افغانستان کې ۲۷ هوايي ډګرونه فعال دي او تخنیکي چارې یې د افغان انجینرانو له خوا کنټرولېږي. د دغه وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي، د افغانستان هوايي چلند اوس ښه حالت ته رسېدلی دی. احمدي زیاتوي، چې سږ کال به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ترانسپورت په برخه کې ۶۰ پروژې پیل شي.