د طالبانو د دفاع وزیر وايي چې د دغې ډلې حکومت له ټولو هېوادونو سره د اړیکو ټینګول غواړي.
د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورویاما سره په کتنه کې وویل چې د دې ډلې حکومت له ټولو هېوادونو سره د اړیکو د ټینګښت غوښتونکی دی. د طالبانو د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې ښاغلي مجاهد د دغه هېواد د مرستو د قدردانۍ په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د طالبانو حکومت له ټولو هېوادونو سره د اړیکو د ټینګښت غوښتونکی دی. د سرچينې په وينا، په دې ليدنه کې د جاپان سفير د “نړيوال امنيت او له نشه يي توکو سره د مبارزې” په اړه د طالبانو د حکومت د کړنو ستاينه وکړه.