افغانستان 21 سرطان 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

افغان محصلینو ته د پاکستان له څلور زره زیات سکالرشیپونه تخصیص

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي د افغان محصلینو لپاره د څه باندې ۴۰۰۰ سکالرشیپونو د تخصیص اعلان وکړ.

د معمار پرس د خبر له مخې: د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دغه بورسونه د دغه هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو کې د ټولنیزو او طبیعي علومو په برخو کې د علامه اقبال تر نامه لاندې افغان محصلینو ته ورکول کېږي. ښاغلي دراني زیاته کړه چې دا په پنځو کلونو کې د افغانستان لپاره د پاکستاني بورسونو دریمه دوره ده. د راپورونو له مخې د دغو سکالرشیپونو په لومړي او دویم پړاو کې څه باندې شپږ زره افغان محصلین د پاکستان په پوهنتونونو کې شامل شوي دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *