خبرونه 20 سرطان 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د افغان کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی، چې پاکستان ته یې د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر سره په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر فیلیپو ګراندي نن سه شنبه د سرطان په ۱۹ مه وویل چی پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د لومړي وزیر شهباز شریف او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په ګډون له پاکستاني چارواکو سره په پاکستان کې د افغان کډوالو او د هغوی د ستونزو په اړه خبرې کړې دي. ګراندي زیاتوي، چې د پاکستان له لومړي وزیر سره یې د خبرو تمرکز د نړیوالې ټولنې په ملاتړ د افغان کډوالو وضعیت ته د عادلانه او دوامداره حل لارو موندل وو.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *