خبرونه 19 سرطان 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

ملګري ملتونه: اسلام اباد په پاکستان کې د افغان کډوالو د ملاتړ غوښتنه وکړه

فیلیپو ګراندي؛ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د ښځو په ګډون د افغان کډوالو له استازو سره وکتل او د هغوی اندېښنې یې واورېدې. فیلیپو ګرانډي، د UNHCR مشر د دوشنبې په ورځ د سرطان په ۱۸مه پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په ګډون د دغه هېواد له یو شمېر چارواکو سره د اسلام اباد د پرېکړې په اړه له اسنادو پرته د پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه خبرې وکړې. په پاکستان کې د دې ادارې ویاند قیصر افریدي اناتولی خبري اژانس ته ویلي، پاکستاني چارواکو په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د وضعیت د هواري لپاره له نړیوالې ټولنې د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې ده. افریدي زیاته کړه: “د دغو غونډو په ترڅ کې، د پاکستان حکومت د کډوالو د ستونزې د حل لپاره د لا زیاتو نړیوالو مرستو پر اړتیا ټینګار وکړ، او ګراندي ومنله چې په دې برخه کې باید نور اقدامات وشي.”

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *