افغانستان 18 سرطان 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبان: نړیواله ټولنه دې د بدیل کښت او بانکي بندیزونو لرې کولو ژمنې عملي کړي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سرپرست حکومت اعلان کړه چی په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا د دوحې غونډه مهمه وبلله او ویې ویل چی د طالبانو د پلاوي ګډون او د دوه اړخیزو ناستو دوام د خبرو اترو لپاره ښه زمینه برابره کړې ده. د جاپان سفير له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاريو پر دوام ټينګار وکړ او ويې ويل، توکيو په افغانستان کې د خصوصي سکټور د پياوړتيا لپاره بنسټيزې پروژې پيل کړې او په دې برخه کې به خپلې همکارۍ دوام ولري. په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر د دوحې درېيمه غونډه بريالۍ او مهمه وبلله او ويې ويل چې په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان شرايط او وړانديزونه ومنل او کابل هيله لري چې د افغانستان پر بانکي سيستم لګېدلي محدوديتونه لرې شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *