تحلیل سیاسی 14 سرطان 1403 - 3 میاشتی پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د دوحې په ناسته کې د طالبانو لاسته راوړنې څه وې؟

د طالبانو ویاند او د دې ډلې د مرکچي پلاوي مشر په دوحه کې په درېیمه غونډه کې وویل چی د دوحې په غونډه کې د دوی غوښتنې منل شوې او د افغانستان په اړه د هېوادونو نظر «مثبت» دی. هغه زیاته کړه: موږ نړۍ ته اعلان کړی چې دوی باید لومړی ټول بشري مسایل له سیاسي مسایلو جلا کړي او د سیاسي فشار د وسیلې په توګه یې ونه کاروي. مجاهد همداراز زیاته کړه چې د افغانستان د پرمختګونو په اړه د معلوماتو وړاندې کول د دې غونډې د ګډونوالو لپاره د حیرانتیا وړ و او هغوی زموږ لاسته راوړنې ومنلې. بانکي بندیزونه او له مخدره موادو سره مبارزه د طالبانو لپاره د دوحې په غونډه کې د بحث دوه مهمې موضوعګانې وې او د دغې ډلې پلاوي په دغو برخو کې لاسته راوړنې د قناعت وړ وبللې. د ملګرو ملتونو د سرمنشي سیاسي او سولې مرستیالې روزماري ډیکارلو چې د دوحې د غونډې کوربه و، د غونډې په پای کې وویل: د دې غونډې موخه د طالبانو ملاتړ نه دی؛ بلکي د افغانستان د خلکو د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه. هغه د طالبانو په رسمیت پیژندنه د دوحې د غونډې یو هدف نه ګڼل او حتی د دغې ډلې د چارواکو یې د افغانستان د «غیر رسمي» چارواکو په توګه وبللې. حقیقت دا دی چې طالبان په دې وتوانېدل چې د دوحې په غونډه کې په ملګرو ملتونو خپله غوښتنه تحمیل کړي چی د مدني ټولنې استازي ګډون ونه کړي، خو دا د طالبانو لپاره د یوې لاسته راوړنې په توګه نه شي یادولی، ځکه چې د ملګرو ملتونو هدف دا دی چې طالب چارواکي نړیوالو غونډو ته راوباسي، ترڅو دوی حساب کتاب وکړي. افغانستان له بېلابېلو ننګونو سره مخ دی او نړیواله ټولنه هڅه کوي چې د حل لاره ورته ولټوي له همدې امله دغه بنسټ په دې غونډه کې افغان مدني ټولنې ته بلنه نه ده ورکړې. په هرصورت، د دوحې غونډه د طالبانو لپاره د امتیاز په توګه نه ګڼل کیږي ځکه چې دغه ډله ډېرو کړکېچونو ځپلې ده او تر څو چې په افغانستان کې د خلکو د ګډون او بشري حقونو ته درناوى نه وي رامنځته شوى، وېره ده چې زموږ هېواد به له لا زیاتو خطرونو سره مخ شي چی د داسې یوه حالت څخه‌ وتل اسانه کار نه وي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *