طالبانو او د ازبکستان حکومتي چارواکو د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګرۍ د ګډې خونې پر جوړولو هوکړه وکړه.
د معمار پرس د خبر له مخې: د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ازبکستان د صدراعظم له مرستیال جمشید خواجهیف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د خونو پر جوړولو موافقه وکړه. باید وویل شي، چې د طالبانو حکومتي پلاوي او د افغانستان د خصوصي سکتور چارواکو د یوه پلاوي په توګه ازبکستان ته سفر کړی دی. تر دې مخکې یو شمېر ازبک پانګوالو هم کابل ته د خپل سفر پر مهال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې وه