د اروپايي ټولنې استازي توماس نیکولسن ویلي، چې له طالبانو سره د خبرو لپاره د دوحې له درېیم پړاو ناستې څخه د افغان مدني ټولنې د استازو وتل اړین دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د اروپايي اتحادیې استازي له AFP سره په مرکه کې وویل: موږ د دې غونډې په شاوخوا کې د جنجالونو څخه خبر یو. د مدني ټولنې ځينو غړو د بېلابېلو دلايلو له مخې دغه غونډه تحريم کړه او زه يې په دليلونو پوهېږم. نیکولسن له طالبانو سره د خبرو په اړه وویل: له طالب چارواکو سره خبرې له توقع څخه ښې وې. موږ له دوی سره د افغانستان د خصوصي سکټور او اقتصاد په اړه ګډ نظر درلود.