د طالبانو د سرپرست حکومت د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت وايي، د غور ولایت د خلکو لپاره د سرپناه د نشتوالي ستونزه به ډېر ژر هواره شي.
د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښار جوړونې او کور جوړونې سرپرست وزیر حمدالله نعماني د غور ولایت د ښار جوړونې او کور جوړونې له رئیس غلام یحیی سره په کتنه کې وویل: دغه وزارت به هڅه وکړي چې د غور ولایت د خلکو لپاره د سرپناه د نشتوالي ستونزه ژر تر ژره حل کړي. د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت له لوري په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو په غور ولایت کې د شته ښاري ستونزو، د سرپناه د برابرولو پر لارو چارو او د ښاري پلانونو پر طرحې خبرې وکړې.