رسنۍ وايي، د پاکستان حکومت له رسمي اعلان پرته د افغان کډوالو د جبري ایستلو دویم پړاو پیل کړی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د الجزیرې خبري چینل د راپور له مخې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اخراج په دوهم پړاو کې به شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شي. د دې پروژې په لومړي پړاو کې چې د تېر کال په نومبر میاشت کې پیل شوې، له ۵۴۱ زرو ډېر کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي. اټکل کیږي چې په دویم پړاو کې به شاوخوا ۸۰۰ زره نور خلک له پاکستانه وتلو ته اړ شي.