د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد به سږ کال د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې غونډې کوربه وي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبر د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال احمد قربانوف د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیاو یونګ سره له کتنې وروسته اعلان کړ. په دې کتنه کې دواړو لورو د دغې غونډې د چمتووالي او د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا او سيمه ييزو مسايلو په باب خبرې وکړې. په دې کتنه کې ګربانوف ټینګار وکړ چې ترکمنستان د افغانستان د ثبات او د دغه هېواد له بیارغونې سره د مرستې لپاره د نړیوالو غونډو له جوړېدو ملاتړ کوي.