افغانستان 31 جوزا 1403 - 4 میاشتی پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبانو د ملګرو ملتونو دغه خبریال د “ذهنونو په ویجاړولو” تورن کړ

د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ په وروستي راپور نیوکه کړې او په خپله ایکس پاڼه کې یې لیکلي دي: هغه هڅه کوي چې د دوحې د غونډې په څنډه کې ذهنونه خراب کړي. د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه په دوحه کې درېیمه غونډه د سرطان په لسمه (د جون په ۳۰مه) د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړېږي. هغه زیاته کړه: “د ملګرو ملتونو د ځینو غړو راپور په ځانګړې توګه د ریچارډ بینیټ راپور د دوحې د غونډې په څنډه کې د ذهنونو د خرابولو هڅه ده.” د طالبانو ویاند دغه راز زیاته کړې، چې دغه ډله په ملګرو ملتونو کې د ځینو هېوادونو د ملاتړي دریځ ستاینه کوي او “حقیقت دا دی، چې له طالبانو سره باید مثبت او رغنده خبرې وشي.”

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *