د جرمني د کورنیو چارو وزیر وايي، د افغان مجرم پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه یې خبرې روانې دي.
د معمار پرس د خبر له مخې: د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فېسر ویلي چې د افغان مجرم پناه غوښتونکو د اخراج په اړه له بېلابېلو هېوادونو سره خبرې روانې دي. نن د ایالتونو د کورنیو چارو وزیران او د جرمني فدرالي حکومت پر دې موضوع خبرې کوي. د جرمني د کورنیو چارو وزیر نن چهارشنبه د دغه هیواد د ایالتونو د کورنیو چارو له وزیرانو سره تر کتنې مخکې د «نیو اوسنابروکر» ورځپاڼې ته وویل: “موږ له بېلابېلو هېوادونو سره پټې خبرې اترې لرو څو داسې لارې چارې ولټوو چې افغانستان ته د اخراج امکان برابر شي.”