خبرونه 29 جوزا 1403 - 3 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په ایټالیا کې د کډوالو د دوو کښتیو د ډوبېدو له امله لسګونه کسان مړه او لادرکه شوي دي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایټالیا په سواحلو کې د کډوالو د دوو کښتیو د ډوبیدو له امله په لسګونو کسان مړه شوي او تر ۶۰ ډیر نور لادرکه دي. د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې په دغو کښتیو کې یوه کې د افغانستان او ایران اتباع موجود وو چې د لامپیدوسا ټاپو ته نږدې ډوبه شوه. د ایټالیا ساحلي ګارد هم اعلان وکړ چې یوه بله کښتۍ د کالابریا په سواحلو کې ډوبه شوې او ویلي یې دي چې د ورک شویو کسانو د موندلو لپاره د لټون عملیات روان دي. لومړني راپورونه ښيي چې په دې پېښه کې شاوخوا ۶۰ کسان لادرکه دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *