د طالبانو د حکومت اداري مرستیال وايي چې د دغې ډلې تر ادارې لاندې په افغانستان کې اداري فساد ختم شوی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې: د دې ډلې اداري مرستیال عبدالسلام حنفي دغه څرګندونې پرون (دوشنبه د جوزا ۲۸مه) په کابل کې د پښتونستان څلورلارې د بشپړېدو په پروګرام کې وکړې چی په هېواد کې فساد پای ته رسېدلی او اوس هېڅوک نه شي کولای چې زورواکي وکړي. ښاغلي حنفي وویل، اوسنی حکومت د خپلو ښارونو جوړولو ته ژمن دی او د هېواد د ټولو سړکونو او ښارونو د بیارغونې او پراختیا لپاره هڅې روانې دي. طالب چارواکو تر دې وړاندې هم څو ځلې ادعا کړې چې په افغانستان کې د دوی د حکومت له جوړېدو وروسته په هېواد کې فساد له منځه تللی دی.