افغانستان 26 جوزا 1403 - 1 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو د کانونو وزارت د افغانستان په کانونو کې د یو میلیارد افغانیو د پانګونې اعلان وکړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته د کورنیو پانګوالو د لېوالتیا زیاتېدو ته اشاره کوي او وايي چې د روان هجري لمریز کال له پیل راهیسې د افغانستان په وړو او لویو کانونو کې شاوخوا یو میلیارد افغانۍ پانګونه شوې ده. د دغه وزارت چارواکي وايي، چې تر اوسه یې کوچني او لوی قراردادونه لاسلیک کړي، چې ارزښت یې یو میلیارد افغانیو ته رسېږي. د دوی په وینا د کانونو ټول قراردادونه له کورنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي دي. د دغه وزارت چارواکي زیاته کړه چې د کانونو په برخه کې د پراخو پانګونو د جلبولو هڅې دوام لري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *