امریکايي چارواکو اعلان کړی، چې امریکا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ پولې په اوږدو کې د داعش د خراسان څانګې د وسله والو او جګپوړو قوماندانانو تعقیب ته دوام ورکوي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي. د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) مرستیال ویاندې سبرینا سینګ د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: که تاسو د داعش وسله والو یا لوړ پوړو مشرانو تعقیبولو لپاره زموږ د روانو هڅو په اړه خبرې کوئ، هو، دا هغه څه دي چې موږ په سیمه کې په فعاله توګه کار کوو. په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په سویل او سویل ختیځو ولایتونو کې پر هدفونو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه زیات شوي دي.