د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر په کابل کې د یوې غونډې پر مهال اعلان وکړ چی په افغانستان کې د کانونو د عوایدو له لارې د ملي پروژو د تمویل لپاره هڅې روانې دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور دغه څرګندونې د فواعد عامې وزارت د پروګرامونو او پالیسۍ له مرستیال ضیاالرحمن آریوبي سره په لیدنه کې کړې دي چی ملي پروژې باید د کانونو د عوایدو له لارې تمویل شي. په دې کتنه کې اریوبي دا غوښتنه هم وکړه چې په افغانستان کې د ریل پټلۍ د جوړولو پروژې د کانونو له عوایدو تمویل شي. د طالبانو د کانونو وزیر ټینګار وکړ چې هڅې روانې دي چې د کانونو عواید په ملي پروژو ولګول شي.