خبرونه 22 جوزا 1403 - 2 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د کویټ له لوبډلې سره مخامخ شي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به په خپله دویمه او وروستۍ لوبه کې له کویټ سره مخامخ شي.

د معمار پرس د خبر له مخې، دغه لوبه به نن (سه شنبه د جوزا ۲۲مه) د کابل پر وخت د شپې ۸:۱۵ بجې د کویټ په صباح السالم لوبغالي کې ترسره شي. د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې مشر روزونکي اشلي ویسټ ووډ د کویټ پر وړاندې د خپلې لوبډلې له لوبې مخکې په یوه خبري غونډه کې وویل چې زده کوونکي یې چمتو دي چې د اسیا د فوټبال له یوه ځواک سره مخامخ شي. هغه وويل، دوى هڅه کوي، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله تاريخ جوړ کړي او نړيوال جام او د اسيا هېوادونو جام ته لاره پيدا کړي. که افغانستان دا لوبه وګټي نو د اسیا د ملتونو جام او نړیوال جام ته به د غوراوي پړاو ته ولاړ شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *