افغانستان 22 جوزا 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبان: په افغانستان کې د ټول شموله حکومتولۍ موضوع له بهرنیو هېوادونو سره هېڅ تړاو نه لري

د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند وايي چې اوسنی حکومت ټول شموله دی او زیاتوي چې په افغانستان کې د دولت "ټول شموله یا نه شمولیت" په بهرنیو هیوادونو پورې اړه نلري.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته کړې ده چی په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت د رامنځته کولو لپاره د یو شمېر هېوادونو غوښتنه بې بنسټه ده او دا مسله یوازې په افغانستان او افغانانو پورې اړه لري. ښاغلي مجاهد زیاته کړه: “موږ په وار وار ټینګار کړی، چې اوسنی نظام ټول شموله دی او دا د بهرنیو هیوادونو مسله نه ده. له بده مرغه، ځینې هیوادونه دا مسله تکراروي. تر دې دمه د دوی غوښتنه بریالۍ شوې نه ده. او د دوی غوښتنه مناسبه نه ده. دا تګلاره باید بدله شي. هغه څه چې د افغانستان په خلکو پورې اړه لري باید د افغانستان خلکو ته وسپارل شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *