د معمار پرس د خبر له مخې؛ په جنوبي خراسان کې د ناقانونه بهرنیو اتباعو د کنټرول او تنظیم په کمیسیون کې د جنوبي خراسان د والي سیاسي، امنیتي او ټولنیز مرستیال سید محمد رضا طالبي یادونه وکړه: په تېرو کلونو کې د بهرنیانو له خوا د افغانستان اشغال دغه هېواد ته ډېرې ستونزې را ولاړې کړې دي. هغه څرګنده کړه: بهرنیانو د هیواد د زیرمو په لوټلو سره د افغانانو مشکلات زیات کړی دی تر څو په لویدیځه اسیا باندې تسلط ولری. د هغه په وينا، په جنوبي خراسان ولايت کې يو شمېر افغان کډوال د قانوني اسنادو درلودونکي دي او موږ مکلف يو چې د شته قوانينو او مقرراتو پر بنسټ ورته لازمې اسانتياوې برابرې کړو.