د طالبانو د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې د غصب شویو ځمکو د پېژندلو او بېرته نیولو لپاره د څېړنو د دوام خبر ورکوي.
د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت ویاند برکت الله رسولي رسنیو ته ویلي، په هېواد کې ټول هغه ښارګوټي چې د دغې ډلې له خوا غصب شوي د ځمکو د غصب د مخنیوي او بېرته راګرځولو کمېسیون تر څېړنې لاندې دي. ښاغلي رسولي وویل، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون په کابل او ولایتونو کې د مېشت ځایونو په اړه هم څېړنې کوي او د اماراتو د ځمکو د غصب په صورت کې به یې بېرته ونیسي. د طالبانو د عدلیې وزارت ویاند زیاته کړې، چې د کابل ښار او ولسوالیو شاوخوا ۶۰ زره جریبه ځمکه له غاصبینو بېرته نیول شوې ده.