د طالبانو د حکومت د انرجۍ او اوبو وزارت وايي چې د پلخمري له خواجه الوان میدان څخه د کابل تر ارغندي پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي د غځولو کار پیل شوی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د سرپرست حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت په ایکس پاڼه کې لیکل شوي چې دا پروژه د دغه وزارت تر څارنې لاندې د یوه خصوصي شرکت په پانګونې سره پلې کېږي. سرچينې زياته کړه، چې له دشت خواجه الوان څخه تر ارغندي پورې د ٥٠٠ کيلوواټه برېښنا مزي د غځولو په بشپړېدو سره به له ترکمنستان څخه افغانستان ته څه باندې ١٠٠٠ ميګاواټه زیاتې برېښنا وارد شي. دغه وزارت زیاتوي چې له ترکمنستان څخه د زیاتې برېښنا په واردولو سره د کابل او دولسو نورو ولایتونو د برېښنا ستونزې به هوارې شي او سلګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.