د جرمني د حکومت د وروستیو احتمالي پریکړو په غبرګون کې د کډوالو د ملاتړ اداره (پروازول) وايي، افغانستان ته اخراج له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.
د معمار پرس د راپور له مخې، پروازول د جرمني د چانسلرې پر هغو هڅو نیوکه وکړه چې له مخې یې افغانستان او سوریې ته د جدي مجرمینو د استولو امکان رامنځته کېږي او دا یې له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بللې ده. د ورزول اجراییه رییس کارل کوپ د آګسبورګه الگماینه ورځپاڼې ته ویلي چې دا ډول اقدام له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده. تر دې مخکې د جرمني د حکومت د بشري حقونو مسوول لوئیزه امټسبرګ هم د اخراج په برخه کې له طالبانو سره د احتمالي همکارۍ په اړه خبرداری ورکړی و.