خبرونه 20 جوزا 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په افغانستان کې د یوه جامع حکومت پر جوړولو د چین او پاکستان د مشرانو ټینګار

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف او د چين ولسمشر شي جين پينګ په ګډه اعلاميه کې د افغانستان د مسئلې په اړه د اړيکو او همغږۍ پر پياوړتيا او په دغه هېواد کې د يوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی دی. د پاکستان او چین د مشرانو په ګډه اعلامیه کې چې د شنبې په ورځ (د جوزا ۱۹ مه) خپره شوه، له طالبانو غوښتل شوي چې له ترهګرۍ سره پریکنده مبارزه وکړي، اعتدال پالېسي غوره کړي او په افغانستان کې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي. د دې ګډې اعلامیې په دوام کې راغلي چې دواړو لورو د افغانستان د مسئلې په اړه د اړیکو او همغږۍ پر پیاوړتیا موافقه وکړه. په خبرپاڼه کې دا هم راغلي: “دواړو لورو هوکړه وکړه چې له افغانستان سره د دوامداره پرمختګ او نړیوالې ټولنې سره د ادغام په برخه کې د مرستې لپاره رغنده رول ولوبوي.”

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *