افغانستان 19 جوزا 1403 - 3 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

یوناما: له افغانستان سره به بشري مرستې دوام ولري

په کابل کې د ملګرو ملتونو د نمايندګۍ (يوناما) مرستيال مارکس پوتزل له طالب چارواکو سره په ليدنه کې اعلان وکړ چی د دغه سازمان بشري مرستې به د افغانستان له خلکو په ځانګړې توګه له سېلاب ځپلو او راستنېدونکو کډوالو سره دوام ولري. پوتزل د طالبانو د لومړي وزیر له مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د ملګرو ملتونو پر ژمنتیا ټینګار وکړ. همداراز هغه د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د له منځه وړلو لپاره د طالبانو د اقداماتو څخه هرکلی هم وکړ. په جلا ناستو کې د یوناما مرستیال د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور له وزیر ملا خیرالله خیرخواه سره هم خبرې وکړې. په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان په روان وضعیت، د خبریالانو د وضعیت، اطلاعاتو ته د لاسرسي، بشري مرستو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه د نظر تبادله وکړه.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *