د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ټولو هیوادونو غږ وکړ چې د غزې د ماشومانو او د انسانیت د عزت ساتنه وکړي او د صهیونیسټي رژیم له کنټروله بهر د وحشتونو په وړاندې روښانه دریځ غوره کړي.
د معمار پرس د خبر له مخې: اردوغان د «تاوتریخوالي د قربانیانو د معصومو ماشومانو د نړیوالې ورځې» په مناسبت په یوه پیغام کې لیکلي: زه پر ټولو هیوادونو غږ کوم چې د غزې د ماشومانو او د انسانیت د وقار ساتنه وکړي او د اسرائیلو د بې کنټروله ظلمونو په وړاندې روښانه دریځ غوره کړي. اردوغان زیاته کړه: د تاوتریخوالي د قربانیانو د معصومو ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د هغو ۱۵۰۰۰ ماشومانو په اړه غمرازي کوم چې په بې رحمانه توګه وژل شوي دي. هغه تاکید وکړ: په غزه کښې نه یوازې ماشومان وژل کیږی بلکې انسانیت هم وژل کیږی. له بده مرغه نړۍ په دې ازموینه کې ناکامه شوې ده.