خبرونه 13 جوزا 1403 - 4 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

په افغانستان کې د “ترهګرو ډلو” د فعالیت په اړه د روسیې د دفاع وزیر د ادعا په اړه د طالبانو غبرګون

د طالبانو د حکومت سرپرست په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د پراخیدو په اړه د روسیې د دفاع وزیر څرګندونو ته غبرګون وښود.

د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن طلوع نیوز ته وویل چی د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر وړاندې ګواښ نه ده او دا مهال په هېواد کې عمومي امنیت او ثبات شتون لري. ښاغلي مجاهد د روسيې د دفاع د وزير اندري بلوسوف د ادعا په اړه وويل: موږ دا ادعا سمه نه ګڼو. افغانستان د هیڅ هېواد پر وړاندې ګواښ نه ده. د افغانستان اسلامي امارت (د طالبانو سرپرست حکومت) ژمنه کوي چې اجازه به ورنکړي چې افغانستان د کوم هیواد پر ضد وکارول شي. د يادونې وړ ده، چې د روسيې د دفاع وزير د ډله ييزو امنيتي تړونونو د سازمان د دفاع وزيرانو په غونډه کې افغانستان د منځنۍ اسيا د بې ثباتۍ اصلي سرچينه بللې وه.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *