د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینې وایی چی په تهران کې د افغانستان سفارت او په مشهد کې د افغانستان قونسلګرۍ د جنرال قونسل عبدالجبار انصار د ماموریت او خدمت دوره پای ته رسېدلې ده. په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې انصار په یوه نوي پوست کې د کار د دوام لپاره کابل ته بلل شوی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نصیر احمد حقاني د انصار پر ځای په مشهد کې د افغانستان د قونسلګرۍ د مشر په توګه معرفي کړ. دغه وزارت د انصار د ښې همکارۍ ستاینه وکړه او له هغه یې وغوښتل چې د خپلې راتلونکې دندې لپاره کابل ته راستون شي.