اقتصادي 10 جوزا 1403 - 4 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د ازبکستان او افغانستان د اورګاډي د ترانسپورتي تعرفو په لګښت کې ۵۰ سلنه کموالی

د ازبکستان چارواکي د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د اورګاډي د ټرانسپورټي تعرفو په لګښت کې ۵۰ سلنه کموالی اعلانوي.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د هغه هېواد په تیمریز ښار کې د ازبکستان د ریل پټلۍ د څانګې چارواکي وايي، د ازبکستان-حیرتان د اورګاډي د ټرانسپورټ تعرفې یې ۵۰ سلنه کمې کړې دي. د ترمز ریل پټلۍ مشر فرهاد رسنیو ته وویل: تر دې مخکې د افغان حکومت له خوا پر صادراتو ځینې تعرفې اخیستل کېدل. د بېلګې په توګه، هغه کارګو چې د دوستي پله له لارې داخلیدل، د ۴۰ ټنه واګون لپاره ۲۰۰ ډالره او د ۲۰ ټنه واګون په بدل کې ۱۰۰ ډالره اخیستل کېږي. هغه زياته کړه: “همدارنګه پخوا به په ګمرکونو کې د بېلابېلو خدمتونو پر بنسټ بېلابېلې پيسې ورکول کېدې، خو اوس د کال تر پايه تر پنځو سوو ډالرو پورې ټولې تاديات معاف شوي دي.”

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *