خبرونه 09 جوزا 1403 - 4 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ایران د مهاجرت ملي اداره: کډوال اړ دي چې د بیمې پوښښ پروگرام کې برخه واخلي

د ایران د مهاجرت ملي ادارې په یوه بیانیه کې ویلي دي چی په ایران کې د میشتو بهرنیو مهاجرینو د تنظیم او مدیریت لپاره مهاجرین اړ دي چې د بیمې پوښښ په پلان کې برخه واخلي. د مهاجرت ملي ادارې په یوه مهمه اعلامیه کې اعلان کړی چی د مناسب او هدفمند تنظیم او مدیریت د ترسره کولو لپاره، په ایران کې میشت بهرني کډوال باید د بیمې (درملنه او حادثې …) پوښښ ولري. د مهاجرت ملي سازمان دا هم زیاته کړه چې اتباعو ته هر ډول خدمت (د استوګنې تمدید، د بانک کارت، تعلیم، کارموندنه، او نور) د پورته ذکر شوي بیمې په درلودلو پورې اړه لري. د ایران په ټولو ښارونو کښې څه دپاسه څلور زره خصوصي او عامه روغتیايي مرکزونه، کلینیکونه او روغتونونه په دغه پلان کښې شاملو بهرنیو اتباعو او مهاجرینو ته د طبي خدماتو د وړاندې کولو لپاره چمتو دي. په پای کې، د مهاجرت ملي اداره وویل چې یوازې ټاکل شوي مرکزونو ته په مراجعه کولو ټینګار کیږي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *