د طالبانو د لومړي وزیر اداري مرستیال وايي، د دې ډلې حکومت ژمن دی چې د واخان له لارې افغانستان له چین سره ونښلوي.
د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال عبدالسلام حنفي پرون (شنبه د جوزا ۵ مه) بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې د دې ډلې حکومت ژمن دی چې د واخان لارې له لارې افغانستان له چین سره ونښلوي. حنفي چې په دغه ولایت کې یې د «افغانستان د ګرځندوی ملي جذب کنفرانس» په نوم یوه پروګرام کې خبرې کولې وویل: موږ ژمن یو چې افغانستان د واخان له لارې له چین سره وصل کړو. د هغه په وينا، د طالبانو حکومت هوډ لري چې د ورېښمو لارې په بيا جوړولو سره افغانستان له يو کمربند او يوې پروژې سره ونښلوي