اقتصادي 02 جوزا 1403 - 4 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو د مشر لخوا د ۱۴۰۳ مالي کال د بودیجې تصویب

د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند اعلان وکړ چی د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د ۱۴۰۳ مالي کال له پیله دوه میاشتې وروسته د دې کال لپاره د سرپرست حکومت بودیجه تصویب کړه. د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه (د جوزا ۲مه) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د سږني کال په بودجه کې د خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه په پراخه کچه په پام کې نیول شوي دي. د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند زیاته کړه چې د تېر کال په څېر د سږ کال بودیجه د افغانستان له داخلي عوایدو جوړه شوې ده. مجاهد ادعا کړې، چې د طالبانو مشر له هر اړخیزې کتنې وروسته دغه پلان نهايي کړ او د مالیې وزارت ته یې امر وکړ، چې په (عادي او پرمختیايي) پروژو کې دې په شفاف ډول شامل کړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *