تحلیل سیاسی 22 ثور 1403 - 3 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د فلسطین د بشپړ غړیتوب په حق کې رایه ورکړه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره په دغه سازمان کې د یوه خپلواک هیواد په توګه د فلسطین د بشپړ غړیتوب په حق کې مثبت رایه ورکړه او له امنیت شورا یې وغوښتل، چې په دې مسله کې د فلسطین پر غوښتنې غور وکړي. د سولې دغه طرحه چې د عربي هېوادونو له خوا وړانديز شوې وه، نن (جمعه د ثور ۲۱مه) د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په فوق العاده غونډه کې د نيويارک پر وخت له غرمې مخکې مثبته رايه ورکړه او په 143 موافقو، 9 مخالفو او 25 ممتنع رایو سره تصویب شو. د دغه پریکړه لیک په تصویب سره د څارونکي هیواد په توګه د فلسطین حیثیت ښه شو خو هغه به د رايې ورکولو حق نه لري او نه به د امنيت شورا او د ملګرو ملتونو د نورو شوراګانو د غړي په توګه د ځان د نومولو حق ولري. فلسطین به د یو خپلواک هیواد په توګه د ملګرو ملتونو بشپړ غړی شي که چیرې د دې سازمان امنیت شورا لومړی د دې هیواد غوښتنې سره موافقه وکړي او بیا د عمومي اسامبلې دوه پر دریمه برخه غړي د هغې په حق کې مثبت رایې ورکړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *