افغانستان 11 حمل 1403 - 6 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبان: اجازه نه ورکوو چې د افغانستان د خاوره څخه د بل پر ضد وکاریږي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپلو خبرو کې د لویدیځوالو او پاکستاني چارواکو ادعاوو ته په اشارې سره وویل چې ترهګرې ډلې شتون لري او له افغانستانه ترهګریز بریدونه ترسره کوي، وویل: زموږ د هېواد خاوره خوندي ده او د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد د دوی د ګټو پر ضد نه کارول کېږي او طالبانو دا خبره په عملي توګه ثابته کړې ده. هغه زياته کړه، هر هغه هېواد چې ادعا لري، بايد له دلايلو سره يې ثابته کړي، او وویل چی موږ د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې ردوو او دا چې اوسمهال په افغانستان کې کومه وسله واله ډله فعاليت نه لري. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې په خراسان کې د داعش مشر “ثناءالله غفاري” په افغانستان کې شتون نه لري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *