سرچینې اعلان کړی چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخندزاده په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني څخه غوښتي چې د پاکستان نوي حکومت ته د خبرو د بیا پیل لپاره د هغه پیغام ورسوي. ایکسپریس ټریبیون د چهارشنبې په شپه د حوت په ۲۳مه راپور ورکړ چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخندزاده په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني څخه غوښتي چې د پاکستان نوي حکومت ته دې د هغه پیغام ورسوي چې «تقابل عمل بیا پیل کړي». د دغه راپور پر بنسټ، طالبانو د شهباز شریف له نوي حکومت سره تماس نیولی او پر هغو مسایلو یې د خبرو غوښتنه کړې، چې د دواړو لورو اړیکې یې ترینګلې کړي دي.