د هرات په اسلام قلعه کې د مېشتو طالب ځواکونو او د ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د سرحدي تاو تریخوالي له رامنځته کېدو وروسته سرچینو له ایراني چارواکو سره د طالبانو د دفاع وزارت د پلاوي د لیدنې خبر ورکړی دی. سرچینې د یکشنبې په ماښام (د حوت ۲۰مه) وویل چې د دې ډلې د الفاروق قول اردو د پنځمې لوا د قوماندان محمد رحیم خادم په مشرۍ د طالبانو د وزارت یوه پلاوي په هرات کې له ایراني چارواکو سره خبرې وکړې. د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه غونډه د ايران په دوغارون ګمرک کې شوې ده. سرچينې زياته کړې، چې له دې غونډې وروسته د اسلام قلعه لاره د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه.